افغانستان

امنیت شورا: افغانستان د «استعدادونو او ظرفیتونو له ورکېدونکي نسل» سره مخ دی

انځور – ملګرو ملتونو څخه

له هغې وروسته چې د امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه وکړه، جګپوړو چارواکو او د مدني ټولنې استازو د دوشنبې په ورځ یو روښانه خبرداری ورکړ: د طالبانو تر چتر لاندې د نسبي امنیت سره سره، د بشري وضعیت خرابېدل، پر ښځو محدودیتونه او د اقتصادي فشارونو زیاتوالی یو نازک او ناڅرګند راتلونکی رامنځته کوي.

جورجیټ ګاګنون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د مشرۍ مرستیالې، په ټول هېواد کې خپلو وروستیو لیدنو ته په اشارې سره وویل چې ټولنو په وار وار د سختو ستونزو د زیاتوالي یادونه کړې ده.

اغلې ګاګنون یادونه وکړه چې واکمنو چارواکو خپل سیمه ییز او اداري کنټرول پیاوړی کړی او اوسمهال له کوم «معنی لرونکي وسله وال یا سیاسي ننګونې» سره مخ ندي، خو خبرداری یې ورکړ چې دا ښکاره ثبات ژور خطرونه پټوي.

هغې شورا ته وویل: «هغه څه چې شتون لري د واکمنو چارواکو لخوا د کنټرول زیاتوالی دی چې روښانه پایله یې معلومه نده.»

هغې ډیموګرافیک او اقتصادي فشارونه د لویو اندېښنو په توګه یاد کړل او ویې ویل چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې نږدې ۵.۹ میلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي او سږ کال د محدودو فرصتونو او سختو شرایطو سره سره، تر ۲.۸ میلیونه نور کسان هم د ستنېدو په حال کې دي.

افغانستان لا هم د نړۍ یو له ترټولو لویو بشري کړکېچونو څخه دی، چې په ۲۰۲۶ کال کې ۲۱.۹ میلیونه وګړي مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان جګپوړې چارواکې د ښځو او نجونو په برخه کې د «سختو او مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو» او د هغو د اوږدمهاله پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل چې له اوو څخه تر ۱۸ کلونو پورې د اټکل له مخې ۳.۸ میلیونه نجونې له ښوونځیو پاتې دي.

هغې زیاته کړه: «هر کال نږدې ۲۵۰ زره نورې نجونې په دایمي توګه د ثانوي زده کړو له لارو بې برخې کېږي، چې د استعدادونو او ظرفیتونو یو ورک شوی نسل رامنځته کوي.»

نوموړې وویل چې زیاتېدونکو محدودیتونو د افغانستان اقتصاد ته زیان رسولی او د روغتیا او پوهنې په څېر سکتورونه یې کمزوري کړي دي.

هغې یو ځل بیا له چارواکو وغوښتل چې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لېرې کړي، چې په‌کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکونکو پر کار کولو بندیز هم شامل دی.