په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق، د دغه سازمان د امنیت شورا په غونډه کې د طالبانو د حکومتولۍ ماډل داسې یو جوړښت وباله چې د هغه په وینا د خودې طالبانو د ګټو د خوندیتوب لپاره ډیزاین شوی او د افغانستان د خلکو پر وړاندې هیڅ ډول ځواب وینه نلري.
فایق د دوشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډې ته وویل چې د طالبانو اداره د افغانستان د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو په پوره کولو کې پاتې راغلې او نده توانېدلې داسې یو نظام رامنځته کړي چې د وګړو پر ګډون، ځواب وینې او رښتنې استازولۍ ولاړ وي.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو په جوړښت کې فساد، له واکه ناوړه ګټه اخیستنه او په یوې محدودې کړۍ کې د شتمنۍ راټولېدل په ښه توګه مستند شوي دي.
د هغه په وینا، د افغانستان کاني سرچینې پرته له روڼتیا، عمومي څارنې او ځواب وینې استخراجېږي او له دغو سرچینو ترلاسه کېدونکي عواید هم د خپلواکو بنسټونو د څارنې لاندې ندي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست ټینګار وکړ چې طالبانو نه یواځې د افغانستان د خلکو غوښتنې، بلکې د نړیوالې ټولنې پرله پسې غوښتنې هم بابېزه ګڼلې دي او تر اوسه یې د یوه ټولګډونه (فراګیر) او ځواب ویونکي حکومت د جوړولو لپاره اغېزمن ګامونه ندي پورته کړي.
فایق د خپلو خبرو په بله برخه کې په دغه غونډه کې د پاکستان د استازي څرګندونو ته غبرګون وښود او ویې وویل چې اړ شوی د هغه ځینو خبرو، په ځانګړې توګه د هغه شخصي اشارو ته چې د ده پر وړاندې مطرح شوې وې، ځواب ووایي.
هغه په امنیت شورا کې له ټولو حاضرو پلاوو وغوښتل چې د متقابل درناوي اصول او ډیپلوماټیک مصلحتونه مراعات کړي او ویې وویل چې شخصي بریدونه نه یواځې د ستونزو له حل سره مرسته نه کوي، بلکې د لوریو ترمنځ د رغندې سړې سینې خبرو مخه نیسي.
فایق زیاته کړه چې په ویاړ سره د افغانستان د میلیونونو وګړو په استازولۍ خبرې کوي؛ هغه خلک چې د هغه په وینا د دې وړ دي چې غږ یې واورېدل شي.
هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د یوه انتخابي او ډیموکراتیک دولت استازی دی چې د طالبانو لخوا نسکور شوی دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په دوام کې وویل چې د هغه نیوکې د پاکستان خلکو ته متوجه ندي او وګړي په سختو پړاوونو کې د پاکستان د خلکو او دولت لخوا د میلیونونو کډوالو د کوربه توب ستاینه کوي، خو د افغانستان په وړاندې یې د اسلاماباد پر ځینو سیاستونو نیوکه وکړه.
فایق وویل چې د افغانستان تېرو حکومتونو کلونه کلونه پرته له تبعیضه د ترهګرۍ پر وړاندې پر رښتنې مبارزې ټینګار کړی و او د طالبانو او نورو نیابتي ډلو څخه د ملاتړ د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی و، خو دا خبرداري بابېزه وګڼل شول.
د فایق په وینا، اوس پاکستان له هغو ورته امنیتي ننګونو سره مخ شوی دی چې افغانستان یې په اړه کلونه وړاندې خبرداری ورکړی و.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان خلک باید د پاکستان د سیمه ییزو سیاستونو او د طالبانو د اقداماتو تاوان ورنکړي.
فایق همدارنګه خبرداری ورکړ چې افغانستان د پاکستان او هند ترمنځ د نیابتي سیالیو یا سیمه ییزو تاوتریخوالو د زغملو توان نلري او د دغه هېواد خلک باید د نورو هېوادونو د سیاسي او امنیتي سیالیو قرباني نشي.
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل دا تمه لرل چې د افغانستان طالبان به د پاکستان د تحریک طالبان (TTP) د فعالیتونو مخنیوی وکړي، واقعبینانه نده؛ ځکه د هغه په باور له ترهګرۍ سره اغېزمنه مبارزه په افغانستان کې یوه مسوول، مشروع او ملي او نړیوالو مسوولیتونو ته ژمن دولت ته اړتیا لري.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست په دوام کې ټینګار وکړ چې نه هوايي بریدونه او نه د هېوادونو ترمنځ د تورونو تبادله کولی شي د افغانستان او پاکستان لپاره سوله او ثبات راوړي.
هغه وویل د شته کړکېچونو لپاره تلپاتې حل لاره په سیاسي چلندونو کې بدلون، رغنده تعامل، متقابل درناوی، د یو بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه، خبرې اترې او په سیمه کې د بې ثباتۍ د اصلي رېښو هوارول دي.
په ورته وخت کې فایق له پاکستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د ګاونډي او په امنیت شورا کې د اسیا او اوقیانوسیې د ډلې د استازي په توګه، د یوه ټولګډونه او تلپاتې سیاسي بهیر ملاتړ وکړي؛ هغه بهیر چې پکې د افغانستان خلک وکولی شي په ازاده توګه او پرته له بهرنۍ مداخلې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړه وکړي.
هغه ټینګار وکړ چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات یوازې هغه وخت ممکن دی چې د افغانستان د خلکو اراده او غوښتنه د هر ډول سیاسي بهیر په مرکز کې وي او د ځواک جوړښت د وګړو پر وړاندې ځواب ویونکی وي.
