کډوالي

ناروې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۱۰ میلیونه کرونه مرسته اعلان کړه

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنېدونکو افغان کډوالو ته د مرستې په موخه یې ۱۰ میلیونه ناروېجني کرونه (شاوخوا ۹۹ زره امریکايي ډالر) ځانګړې کړي دي.

دغه وزارت په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدنه ډېره شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره، ناروې د خپل بشري مرستو له احتیاطي بودیجې څخه ۱۰ میلیونه ناروېجي کرونې د کډوالو د عالي کمیشنرۍ  ته د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ لپاره ځانګړې کړې دي.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ وویل چې د ایران له خوا د ټاکل شوې نیټې څخه مخکې، د افغان کډوالو راستنېدنه چټکه شوې او یوازې د جون په میاشت کې له ۲۳۰ زرو ډېر افغانان له ایرانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه سازمان ویلي، چې ډېری افغان کډوال په زور ایستل شوي دي.

په تېرو اونیو کې له ایرانه د راستنېدونکو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی دی.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، له هغه وروسته چې ایران د جولای شپږمه نېټه د غیرقانوني افغانانو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه اعلان کړه، د ایستلو موارد زیات شوي دي.