د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر، رافایل ګروسي وايي، سره له دې چې د امریکا او اسراییلو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه شوي، خو بیا هم د دغه هېواد د اټومي پروګرام د بیا پیل جدي خطر شته.
نوموړي دا څرګندونې د امریکا د «سيبياس» ټلویزیون له مشهورې خبریالې مارګریټ برنان سره کړې دي او ویلي یې دي چې د ایران تخنیکي ظرفیتونه او موجوده امکانات د دې خطر له اصلي لاملونو څخه دي.
د نړیوالې اټومي ادارې مشر ټینګار کړی چې که څه هم د ایران په فردو، نطنز او اصفهان کې اټومي تاسیسات تر ډېره ویجاړ شوي، خو د دې هېواد یوه اندازه بنسټیزې زېربناوې لا هم پر ځای پاتې دي.
رافایل ګروسي ویلي: «هو، دا یوه جدي شاتګ دی، خو دا فکر باید ونشي چې هر څه له منځه تللي دي.»
نوموړي زیاته کړې چې ایران د بریدونو تر مخه اټومي ادارې ته دا خبر نه و ورکړی چې غواړي خپلې زېرمه شوې ذخیرې یا سانتریفیوژونه بل ځای ته انتقال کړي.
هغه زیاتوي: «موږ د سپوږمکۍ له لارې د موټرونو (کاميونونو) انځورونه لیدلي، خو تر اوسه نه پوهېږو چې څه شی انتقال شوي. دا یوه ستره ابهام ده چې باید حل شي.»
ښاغلي ګروسي دا هم ویلي چې د ایران تخنیکي پوهه او صنعتي ظرفیتونه د بمبارۍ له لارې له منځه نهشي تللی. نوموړي ویلي، ایران له تېرو څو لسیزو راهیسې پرمختللي ټکنالوژي ترلاسه کړې او که اراده ولري، بېرته کولای شي د غنيشوي یورانیم تولید پیل کړي.
رافایل ګروسي په دغه مرکه کې د ایران له حکومته غوښتي چې د اټومي ادارې پلټونکو ته ژر تر ژره بېرته د لاسرسي اجازه ورکړي، تر څو د هغوی څارنه بیا پیل شي.
هغه ټینګار کړی: «که دا لاسرسی برابر نهشي، هېڅوک به ونهپوهېږي چې ایران څه شی لري او څه ډول پروګرام پر مخ وړي.»