چین د خپل هغه خلکو لپاره چې د سختو بارانونو پر مهال د سېلابونو د کنټرول د پروژو له امله زیانمن شوي، د اقتصادي خوندیتوب اقدمونه پراخ کړي دي.
دغه اقدامونه د مرکزي حکومت له خوا د خسارو د مستقیمو جبرانو ژمنه او مالدارانو ته د تاوانونو ورکړې په ګډون دي.
د رویټرز د راپور له مخې، په چین کې د سېلابونو د اوبو د منحرفولو لپاره د سیندونو څنډو ته د اوبو مخ اړول د ښکته سیمو د سېلابونو د مدیریت یوه ستره هڅه ده.
د شدیدو بارانونو له زیاتوالي سره، چین په زیاتېدونکي ډول له داسې سیمو استفاده کوي؛ هغه سیمې چې تر دې وړاندې تر ډېره بېاستفادې پاتې شوې وې او اوس مهال کروندې، زراعتي ځمکې او آن د استوګنې ودانۍ پکې جوړې شوې دي، چې دا کار ټولنیز تاوتریخوالی زیاتوي.
د چین د سېلابي اوبو د منحرفېدو له امله د تاوانونو د جبران په اړه نوي تعدیل شوي قوانين، چې د جمعې په ورځ ناوخته خپاره شوي، ښيي چې له دې وروسته به مرکزي حکومت د جبران خسارو ټول لګښت ۷۰ سلنه پر غاړه واخلي او پاتې ۳۰ سلنه به یې سیمهیز حکومتونه ورکړي.