ملګري ملتونه وايي، چې په روان کال کې افغانستان ته د یو میلیون کډوالو ستنېدل، په دې هېواد کې بشري ناورین شدید کړی دی.
دغه سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې افغانستان کې شته بشري ناورین له دې وړاندې د نړیوالې ټولنې لخوا د بشري مرستو د کمښت او د وچکالۍ د دوام له امله هم شدت موندلی و، خو اوس له نړیوال ملاتړ پرته د اساسي خدماتو د ویجاړېدو ګواښ ورسره اضافه شوی دی.
ورته مهال، په ایران او پاکستان کې یو شمېر هغه کډوال چې د ستنېدو له ګواښ سره مخ دي او تر ستنېدو وروسته خپل ژوند په خطر کې ویني، له نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی ځاني امنیت ته پاملرنه وکړي.
ایران او پاکستان په دې وروستیو میاشتو کې زرګونه افغان کډوال له خپلې خاورې په زوره او خپلې خوښې اېستلې دي. په تېرو څو میاشتو کې ایران د ناقانونه او د سرشمېرنې د کارتونو لرونکي افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده او بلخوا پاکستان هم د کډوالو د درېیم پړاو د اېستلو په درشل کې ده، خو سر له اوسه د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د افغانانو د نیول کېدو او افغانستان ته یې د ستنولو لړۍ پیل شوې ده.
بلخوا، یو شمېر هغه کډوال چې پاکستان کې امریکا ته د تګ انتظار باسي وايي چې، د جبري ستنېدو له خطر سره مخ دي او که چیرې بیا ځلې افغانستان ته په زوره وشړل شي، د طالبانو له لوري د غچ اخیستلو له ګواښ سره به مخامخ شي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، ټاکل شوې چې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې په دې هېواد کې د کډوالو د اېستلو درېیمه څپه پيل شي. ویل کېږي چې، په دې پړاو کې به اسلام آباد تر ۱.۴ میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.
له بلې خوا، د ایران او اسرائيلو د جګړې له امله، له ایران څخه د افغان کډوالو د راتګ پروسه هم چټکه شوې ده، خو طالبانو له پاکستان او ایران څخه غوښتې دي چې، د کډوالو د ټولیز اېستلو په اړه له سره غور وکړي.
د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر خبري آژانس له شمېرو د آمو موندنې ښيي، چې په تېره یوه اونۍ کې ایران او پاکستان، ۵ زره او ۵۵۳ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې کړې دي. له دې سربېره، وړاندوینه شوې ده، چې په ۲۰۲۵ کال کې به له پاکستان څخه ۶۰۰ زره نور کډوال هم افغانستان ته په زوره ستانه کړلای شي.