سوداګري

د ایران او اسرائیلو د نښتو دوام؛ د افغانستان د سون‌توکو بیې لوړې کړې

Photo: Reuters.

د ایران او اسرائیلو ترمنځ د نښتو دوام؛ د افغانستان پر بازارونو سیورۍ غوړولی او د سون توکو په ځانګړي توګه د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د اوبلن ګازو بیه په بې ساري کچه لوړه شوې ده.

د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د هر کیلو اوبلن ګازو په بیه کې، څوارلس افغانۍ زیاتوالی راغلی او خلک په دومره لوړه بیه د ګازو د اخیستلو توان نه لري.

له بلې خوا، هندي رسنیو راپور ورکړی، چې افغانستان ته د ایران له لارې، د هند صادرات ښايي کم شي.افغانستان کې، په ځانګړي توګه د هېواد په لویدیځو ولایتونو کې د اسټراټیژیکو توکو د بیو لوړوالۍ؛د هغو توکو بیې، لکه پټرول، ډيزل او مایع ګاز چې له ایران څخه افغانستان ته واردېږي، په بې ساري کچه لوړې شوې دي.

مخکې به چې راتللو، په ۴۸ او ۵۰ افغانیو به مو ګاز ډکاوه».د هرات یو اوسېدونکی وایي: «له دې وړاندې د ساده تېلو بیه پنځوس تر یو پنځوس افغانیو وه؛ خو په دې اونۍ کې یې بیه لوړه شوې ده.»

هرات کې د طالبانو تر ادارې لاندې د نفت او ګازو شرکت سوداګریز آمر وايي، چې د اسلام قلعې، میل اته اویا او د نیمروز له پولې څخه افغانستان ته د ایران د تېلو او اوبلنو ګازو واردات په بشپړه توګه بند شوې دي.

خلک، د اساسي توکو د ورځ تر بلې د بیو له لوړېدو اندېښمن دي. دوی وايي چې په سختې بې وزلۍ کې ژوند کوي او کم عاید د دې لامل شوی، چې په لوړه بیه د سون توکو په اخیستو کې پاتې راشي.

ورته مهال، یو شمېر سوداګر آمو ټلویزیون ته وايي، چې د نفتي توکو بیې حتا د حیرتان په بندر کې هم لوړې شوې دي او په هر ټن د ډيزلو په بیه کې ۲۷۰ ډالره او هر ټو پټرولو بیه کې ۱۶۰ ډالره زیاتوالی راغلی دی.

له دې ټولو سره، تازه د هند رسنیو هم راپور ورکړی چې د ایران او اسرائیلو د جګړې له امله، افغانستان ته د ایران له لارې د هند صادرات ښايي له کمښت سره مخ شي.