لویدیځه اسیا

د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې وروستۍ ورځ نن ترسره شوه

نن د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې دویمه او وروستۍ ورځ وه.د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د دې ناستې په څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې اترې وکړې.

همدارنګه، د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د ۵۱مې ناستې په څنډه کې، امیر خان متقي د سیمې د هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم ولیدل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې د درې اړخیزې ناستې په اړه هم چې ټاکل شوې د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو په شتون سره په کابل کې ترسره شي، بحث وشو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، ضیاء احمد تکل، وايي: «امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان د ناستې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل او د چین، پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو د درې اړخیزې ناستې په اړه یې هم خبرې وکړې، چې ټاکل شوې په کابل کې ترسره شي.د اسلامي همکاریو سازمان د ۵۱مې ناستې په څنډه کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان سربیره، د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم ولیدل، په د سوریې او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډون.

خو، د بشري حقونو ځینې فعالان د سیمې او نړۍ له هیوادونو، په ځانګړې توګه له اسلامي هیوادونو غواړي چې له طالبانو سره د تعامل پرځای د افغانانو غوښتنو ته پام وکړي.

د اسلامي همکاریو سازمان په دوامداره توګه په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسیدو راهیسې د ښځو او نجونو لپاره د زده کړې، روزنې او کاري محدودیتونو لرې کولو باندې ټینګار کړی دی – هغه غوښتنې چې تر دې دمه د طالبانو لخوا له پامه غورځول شوي دي.

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان د بنسټ ایښودونکو غړو په توګه، د تاسیس له پیل راهیسې تر اوسه د دې سازمان دایمي غړی دی. د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، طالبانو د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې د دې سازمان په ځینو ناستو کې ګډون کړی دی