سیاست

اسحاق ډار: له متقي سره په لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وشو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار، وايي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځه‌پنځوسمې ناستې په څنډه کې په استانبول کې لیدلي او د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پیاوړتیا ټینګار یې کړی دی.

هغه ویلي دي: «موږ د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په میاشت کې کابل ته زما د سفر راهیسې د دوه‌اړخیزو همکاریو په برخه کې، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، ترانزیت او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې د معنا لرونکی پرمختګ تایید کړ او یو ځل بیا مو د سیاسي او اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د خپل ګډ هوډ څرګندونه وکړه.»

هغه ویلي چې د بیجینګ د وروستۍ درې‌اړخیز ناستې د پایلو یادونه یې کړې او د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز ته د افغانستان د شاملېدو پروژې پراخول یې د سیمه‌ییز اتصال لپاره یو مثبت بدلون بللی دی.

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو پروژو، سوداګرۍ او ترانزیت په اړه خبرې کړې دي.

متقي په دې لیدنه کې هیله ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دیپلوماتیکې اړیکې لوړې کچې ته ورسېږي او ویلي یې دي چې عملي همکارۍ باید د دوه‌اړخیزو اړیکو په چوکاټ کې پراخې شي.

طالبانو ویلي چې په دې لیدنه کې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د راتلونکې ناستې په اړه هم چې ټاکل شوې په کابل کې ترسره شي، خبرې او نظرونه تبادله شوي دي.