افغانستان

سعودي عربستان له افغانستان سره د خرما مرسته وکړه

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ويلي، چې سعودي عربستان له دې بنسټ سل ټنه خرما مرسته وکړه.

د دې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته د بې‌وزله او اړمنو کورنیو د ملاتړ په موخه ترسره شوې ده.

طالب چارواکو ویلي چې دا مرسته په کابل کې د عربستان سعودي سفیر فیصل بن طلق البقمي ته سپارلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمنۍ له بیا راتګ وروسته، په هېواد کې د فقر او لوږې کچه لوړه شوې ده، او ګڼ شمېر کورنۍ په دې ژمي کې د خپلو ماشومانو لپاره د خوراکي توکو برابرولو او د کورونو ګرمولو توان نه لري.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د راپور له مخې، نږدې ۱۵ میلیونه خلک په روان ژمي کې په افغانستان کې د لوږې له بحران سره مخ دي.

یاد پروګرام وايي: «وړاندوينه کېږي چې شاوخوا ۱۵ میلیونه خلک د روان ژمي په اوږدو کې د خوړو ناخوندیتوب له بحران او بېړني حالت سره مخ شي. دغه سازمان په داسې حال کې په هغو لېرې پرتو سیمو کې د خوراکي توکو وېش پیل کړی، چې د واورو او یخنۍ له امله ورته د تګ راتګ لارې بندې شوې دي.»

په ورته وخت کې، دغه سازمان په خپل راپور کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د سخت مالي بحران له امله د دوی فعالیتونه محدود شوي دي.