افغانستان

عراقچي: طالبان د ایران د حقابې په اړه له تړون څخه لوړ نظر لري

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو سره له لیدنو وروسته ویلي، چې طالبان د هلمند له سیند څخه د ایران د حقابې په اړه «له تړون څخه لوړ نظر لري.»

هغه د خبریالانو یوې ډلې ته وویل: «افغان لوري (طالبانو) د حقابې په اړه یو ښکلی تعبیر وړاندې کړی؛ هغوی دغه موضوع له یوه تړون څخه لوړ، بلکې یوه شرعي او انساني دنده ګڼي.»

ښاغلی عراقچي دغه راز وایي، چې ایران د افغانستان له اړخه د « نشه‌ يي توکو قاچاق، ترهګرۍ او کډوالۍ» له ستونزو اغېزمن شوی او دا وضعیت ایران ته جدي پایلې لرلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاتوي چې دوی دغو مسایلو ته په پام د افغانستان د سیاستونو او پرمختګونو په نسبت حساس دي.

د هغه په وینا، د حقابې، کډوالۍ، د سرحدونو امنیت او نشه‌ يي توکو موضوعات په کابل کې له طالب چارواکو سره د ایراني پلاوي له جدي بحثونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې عباس عراقچي د یکشنبې (سلواغه ۷مه) د ایران د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی او تر دې دمه یې له يو شمېر طالب چارواکو سره ليدنې درلودې.