په کابل کې د ایران ډيپلوماټيكه استازولۍ وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي نن سهار د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغى.
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، په ایکس کې لیکلي و، چې دا سفر د «ګډو علاقو او اندېښنو د حل او تعامل» په موخه ترسره کېږي.
د هغه په وينا، د عراقچي سفر د «ګاونډیتوب سیاست او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اصلي ماموریت په چوکاټ کې، د ملي ګټو د تعقیب» لپاره ترسره کېږي.
بقایي زیاتوي: «دا سفر کولی شي د دواړو هېوادونو د ګډو اړیکو څخه د متقابل ګټو د ترلاسه کولو لپاره یوه نوې پدیده وګرځي.»
که څه هم د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې هېواد د «لېوالتياوو او اندېښنو» په اړه جزئیات نه دي ورکړي، خو له هلمند سیند څخه د ایران د حقابې مسئله، ترهګري، نشه يي توکي، او کډوالي هغه موضوعات دي چې د ایراني چارواکو له لوري په پرلهپسې ډول د افغانستان سره په اړیکو کې د جدي مسائلو په توګه مطرح شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ایراني چارواکو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د کډوالۍ بحران، ترهګري، او د نشه يي توکو قاچاق زیات شوی چې د دې هېواد لپاره د اندېښنې وړ موضوع ګرځېدلې ده.
بلخوا ایران د افغانستان د هغو ګاونډیو هېوادونو له ډلې څخه یو دی چې پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو راهيسې يې طالبانو اړیکې زیاتې شوې دي، خو تر اوسه یې طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.