افغانستان

طالبانو په سمنګان ولایت کې درې تنه په عام محضر کې په درو ووهل

عکس از آرشیف

د جسمي مجازاتو په دوام، طالبانو د سمنګان ولایت د خلم ولسوالۍ په یوه لوبغالي کې د طالبانو له خوا درې تنه په عام محضر کې په درو ووهل شول.

د طالبانو سترې محکمې نن( پنجشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي، دوى هر يو د «زنا» په تور په خلم ولسوالۍ د دوى د ابتدايي محکمې د پرېکړې پر بنسټ په ۳۹ دُرې وهل شوي دي.

طالبانو ویلي چې ددې سزا د پلي کولو پر مهال په خلم ولسوالۍ کې طالبانو د ابتدايي محکمې رئیس، د طالبانو ولسوال، د طالبانو د امنیت امر او د دوى نورو چارواکو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د طالبانو په خبرپاڼه کې د دغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ويل شوي.

طالبانو په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ولایتونو کې د دغو کسانو سربېره د ۱۴ ښځو په ګډون ۹۷ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور په درو وهلي دي.

طالبانو پر هیواد د واک تر لاسه کولو راهيسې په تیرو درېیو کلونو کې په تدریج سره د ۱۹۹۰ لسیزې سیاستونو ته چې د خلکو د سترګو په وړاندې د تورنو کسانو جسمي مجازات کول دې؛ راګرځیدلي دي.

جوزجان او خوست له هغو ولایتونو څخه دي چې د طالبانو له خوا د درو وهلو تر ټولو زیاتې سزاګانې پکې ثبت شوي او په هره یوه ولايت کې په تېره یوه میاشت کې په ترتیب سره ۲۲ او ۱۷ د درو وهلو سزاګانې عملي شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د سترې محکمې له خبرپاڼې څخه د آمو له خوا د راټولو شویو احصایو پر بنسټ، په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د سنګسار او د اعدام پر سزاګانو سربېره ۱۷۶ تنو د قصاص حکم هم صادر کړی او اوس شپږ نور کسان د طالبانو په زندانونو کې د قصاص سزا ته انتظار باسي.

د يادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ګډون نړيوالو سازمانونو تل د طالبانو له خوا د خلکو د جسمي مجازات کول او قصاص غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه يې کړې ده.