افغانستان

کاپیسا کې ۱۸۰۰ نجونې له کانکور ازموینې پاتې شوې

سودابه وایي، د حکومت د سقوط خبر په اورېدو يې خپلې ټولې هیلې یې په اوبو لاهو ولیدې.

سودابه چې کاپیسا کې د دولسم ټولګې زده کوونکې ده، په حصه اول کوهستان ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو بده خاطره لري.

سودابه وایي، د ازموینې پرمهال یې د شپږم سوال ځواب لیکه چې یو ناڅاپه یې د ډزو غږونه واورېدل، کله چې له ټولګي ووته، نو هرڅه بدل شوي وو او چا ورته ووې چې  حکومت سقوط کړی او ته باید عاجل کور ته لاړه شې.

سودابه وایي، د حکومت د سقوط د خبر په اورېدو يې پر سترګو تیاره راغله او خپلې ټولې هیلې یې په اوبو لاهو ولیدې.

هغه اوس په مات زړه، کالي، کتاب او کتابچه او هغه بکسه چې په وروستۍ ورځ ښوونځي ته وړي، یو یو ماته وښودل او اوښکې یې له سترګو راغلې.

په لمدو سترګو یې آمو ټلویزیون ته وویل: “ښځې یوازې د کورو د کارونو لپاره نه دي پيدا شوې، بلکې، هغوی باید ښوونځيو ته لاړې شې او په مختلفو برخو کې دندې ترسره کړي، او په نهایت کې ټولنې ته یو سالم او باسواده اولاد وړاندې کړي.”

هغې چې وړاندې ټوله شپه درس وایه او هڅه یې کوله ډاکټره شي، زیاته کړه: “له نړیوالې ټولنې زموږغوښتنه دا ده چې پر طالبانو خپل فشار زیات کړي، ترڅو د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازي خلاصي کړي.”

د خپرو شویو شمېرو له مخې، سږکال ۱۸۰۰ نجونې په کاپیسا ولایت کې له دولسم ټولګې فارغېدې، خو د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې شوې او د کانکور ازموینه هم ترسره نه شوه.

د دې ولایت د یوې بلې سیمې اوسېدونکې، شکوه چې د خپل ټولګې اول نمره وه وايي، د ښوونځیو تړل کېدو له امله ورته رواني ستونزې پیدا شوي او زرګونه نورې نجونې هم دې ته ورته وضعیت لري.

د شکوه کورنۍ وايي که طالبان د نجونو ښوونځي خلاصې نه کړي، نو تصمیم لري چې د د افغانستان یوه ګاونډي هېواد ته کډوال شي.

خو شکوه وايي، کډوالي د حل لاره نه ده. هغې زیاته کړه: “د نارینه وو ترڅنګ، ښځې هم  حق لري چې ښوونځیو ته لاړي شې، درس ووايي، دنده ترسره کړي. له ښځو پرته د ټولنې پرمختګ ناشونی دی. له زده کړې د ښځو بې برخې کېدل، هېواد د کلونو لپاره شاته غورځوي.”

بلخوا، ملګرو ملتونو ویلي، له زده کړو د ښځو راګرځول، فقر او تاوتریخوالي زیاتوي.

همداراز د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو پر وضعیت اندېښنه ښوولې او ویلي یې دي چې طالبان بېوزلۍ ته د رسېدنې پرځای پر ښځو د محدودیتونو ډېرولو په هڅه کې دي.

د ښځو حقونو فعاله مریم معروف آروین وایي، د نجونو ښوونځیو تړلو، په هېواد کې تاوتریخوالی او فقر زیات کړی دی.

هغې زیاته کړه: “طالبان باید د نجونو دا اسلامي او شرعي حق ورکړي او پرېږدي چې هغوی ښوونځیو ته لاړې شي.”

د کاپیسا د پوهنې ریاست د تفتیش آمر احمد جاوید فروتن وایي، ۱۸۰۰ نجونې په دې ولایت کې د کانکور له ازموینې پاتې دي.

نوموړي زیاته کړه: “د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو ریاست د پرېکړې له مخې، په پام کې ده کانکور ازموینه په وږي میاشت کې واخیستل شي.”

د هغه د معلوماتو له مخي، تېرکال دغه ولایت کې ۴۸ زره نجونې ښوونځیو ته تللې او له دې ډلې ۲۸ زره د متوسطې او لیسې زده کوونکې وې.

طالب چارواکو په وار وار ویلي او ژمنه کړې چې د نجونو ښوونځيو دروازې به خلاصې شي، خو تراوسه یې نه ده عملي کړې.

د طالبانو یوه لوړپوړي غړي انس حقاني په دې وروستیو کې ویلي چې د نجونو ښوونځي به د تل لپاره تړلې نه وي او د یو لړ کارونو تر بشپړېدو وروسته به دا ستونزه هواره شي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي سرمفتش ادارې (سیګار) په خپل درې میاشتني راپور کې چې تېرو ورځو کې یې کانګرس ته وړاندې کړ، افغانستان کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی او ټینګار شوی چې لا هم د طالبانو له لوري د هغوی ځپل دوام لري.