ورزش

افغانستان له سویلي افریقا سره درې پنځوس اوریزې لوبې کوي

DELHI, INDIA – OCTOBER 15: Rashid Khan of Afghanistan celebrates the wicket of Mark Wood of England to win by 69 runs during the ICC Men’s Cricket World Cup India 2023 between England and Afghanistan at Arun Jaitley Stadium on October 15, 2023 in Delhi, India. (Photo by Darrian Traynor-ICC/ICC via Getty Images)

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به د روان زيږديز کال په سپټمبر مياشت کې له سویلي افریقا سره درې پنځوس آوریزې لوبې وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې دا به د افغانستان او سویلي افریقا ترمنځ لومړۍ دوه اړخېزه سیریز وي.

د افغانستان کرېکټ بورډ همداراز اعلان کړى چې دغه سیالۍ به د سپټمبر له ۱۸مې تر ۲۲مې( وږي ٢٨ د تلې لمړۍ نېټې) په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ همداراز اعلان کړی چې افغانستان به د روانې میاشتې له ۹ څخه تر ۱۳ نیټې پورې د نیوزلینډ پر وړاندې د يوې ټیسټ لوبې کوربه وي.

افغانستان په ۵۰ اوریزه او ۲۰ اوریزه نړیوال جام کې د سترو بریاوولاسته راوړلو سره د نړۍ د معتبرو لوبډلو پام ځان ته اړولی دی.

افغانستان د اسټرالیا او نیوزيلنډ په ګډون څو مخکښو لوبډلو ته په ماتې ورکولو سره د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه.