ورزش

 د افغانستان جودوکار له خپل استرالیايي سیال سره سيالۍ ته ښکته کېږي 

 د ۲۰۲۴ کال د پارېس المپیک سياليو کې به له افغان ورزشکار صمیم فیضزاده  د جودو په برخه کې د استرالیا له واچید بورچاشویلي سره د سيالۍ ډګر ته ښکته شي.

دغه سیالۍ به د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ (زمري ۹مه) د پارېس په وخت د سهار لس بجې پیل شي.

د اګست په ۱۱ مه به فهیم انوري د لامبو په برخه کې د افغانستان په استازیتوب سيالي وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان بایسکل ځغلونکې یلدوز هاشمي پرون (شنبه، زمري٦مه) د پاریس په المپیک کې د ښځو د انفرادي سړک د ټايم ټريل کې شپږويشتم مقام خپل کړ.

هغه د ۳۲.۴ کیلو مترو واټن په ۴۴ دقیقو، ۲۹ ثانیو او ۱۳ سليزه په یوه ثانیه کې بشپړ کړ او د ۳۵ ګډون کوونکو له ډلې څخه یې ۲۶م مقام خپل کړ.

د استرالیا ګرېس براون په دې سیالۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

د آغلې هاشمي او د سیالۍ ګټونکې تر منځ د وخت توپیر څلور دقیقې، ۵۰ ثانیې او د یوې ثانیې ۸۹ سلیزه وه.

د افغانستان په استازیتوب فهیم انوري په لامبو، کیمیا یوسفي په ځغاسته(د ښځواتلېتيک) ، محمد صمیم فیض زاد په جودو، فریبا هاشمي په بایسکل ځعلونې، شاه محمود نورزی په ځغاسته (نارینه اتلېتيک) او یلدوز هاشمي په بایسکل ځغلوونې په برخه کې ګډون کړى دى.

په همدې حال کې، پنځه نور افغان ورزشکاران په پارېس کې د المپیک د نړیوالې کمېټې د کډوالو د ډلې په چوکاټ کې په دې سياليو کې برخه لري.