ورزش

د افغانستان د بایسکل ځغلونې فدراسیون د مشر فعالیت وځنډول شو

د بایسکل ځغلونې نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د دغه فدراسیون د مشر فضل احمد فضلي فعالیت وځنډاوه.

د بایسکل ځغلولو نړیوال فدراسیون د ښاغلي فضلي لخوا له واکه ناوړه ګټه اخیستنه او یو شمېر افغان بایسکل ځغلوونکو ته د ګواښ او سپکاوي پیغامونه د دغه ځنډ لامل بولي.

د بایسکل ځغلولو د نړیوال فدراسیون د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلی فضلي د ۱۵ میاشتو لپاره په دې برخه کې له هر ډول فعالیتونو منع شوی دی.

تر اوسه احمد فضلي د بایسکل ځغلولو د نړیوال فدراسیون د دې پرېکړې او پر ده د لګېدلو تورونو په اړه څه نه دي ویلي.